قلعهنو (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۴): بادغیس کې امنیتي سرچینې وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د غیرقانوني کیندنو او د لرغونو اثارو ترلاسه کولو په موخه د هڅو په تړاو دوه کسان نیولي دي.
د بادغيس د امنيې قوماندانۍ ویاند صدیقالله صدیقي وايي، یاد کسان نن د تعقیبي عملیاتو په ترڅ کې د بالا مرغاب ولسوالۍ په «پنیرک» سیمه کې د لرغونو سیمو کې د کیندنې پر مهال نیول شوي دي.
د بادغيس د امنيې قوماندانۍ د ویاند په وینا، د یادو کسانو دوسيه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې ده.
د بادغيس امنیتي مسوولینو د غیرقانونی کیندنو پر مخنيوي ټينګار کړی او له خلکو يې وغوښتل چې په لرغونو سیمو کې د هر ډول مشکوک فعاليت راپور امنیتي ځواکونو ته ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP