چاریکار (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۴): په پروان ولایت کې د «استقلال جام» والیبال سیالۍ چې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د سیدخېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
یادې سیالۍ د پروان د ولایت مقام په مالي ملاتړ او د بدني روزنې آمریت په همکارۍ د ۱۳ لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.
د پایلوبې په مراسمو کې د پروان والي، مفتی محمد ادریس انوري وویل ویل: «یقیناً نن د خوښۍ ورځ ده، چې د دې هیواد ځوانان په امن او ډاډمنې فضا کې خپل ورزش په شور او ولولو ترسره کوي.»
نوموړي څرګنده کړه چې اسلامي امارت تل د ورزش او تعلیم په برخه کې د ځوانانو ملاتړ ته ژمن دی.
انوري دغهراز ځوانانو ته په خطاب کې وویل: «تاسو ځوانان باید خپل اتفاق، اتحاد او ورورولي د اسلامي شریعت له مخې وساتئ او په ګډه باید د هر ډول تېري په وړاندې په میړانه ودریږئ.»
د پروان ولایت د د بدني روزنې او ورزش آمر، عبدالظاهر خالقیار مجاهد وویل دا درېیم ځل دی چې د ولایت مقام په مالي ملاتړ دغه ډول سترې ورزشي سیالۍ ترسره کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې دغه سیالۍ څو اونۍ وړاندې د مرکز او ولسوالیو د ۱۳ ټیمونو ترمنځ پیل شوې وې چې نن یې په پایلوبه کې غوربند اسټار او سیدخېلو لوبډلې له یو بل سره ولوبېدې.
هغه وویل، د سیدخېلو لوبډلې وکولای شول ۳ پر صفر غوربند اسټار ته ماتې ورکړي او د ټورنمنټ اتلولي خپله کړي.
هغه وویل، د ټورنمنټ موخه د ځوانانو د والیبال مهارتونو ته وده ورکول او د ورزشي روحیې لوړول وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP