Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي د ترکيې له شارژدافیر سره د مخه‌ښې ليدنه کې د سياسي او اقتصادي اړيکو پر پراختیا غږېدلی

کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت وزير په کابل کې د ترکيې د سفارت له شارژدافیر سره د دوه‌اړخیزو او سيمه‌ييزو موضوعاتو او د دواړو هېوادونو د سياسي او اقتصادي اړيکو پر پراختيا خبرې کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت نن (شنبه) په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دغه وزارت سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي په کابل کې د ترکيې له شارژدافير، جينک اونال سره د مخه‌ښې لیدنه کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې د دوه‌اړخیزو او سيمه‌ييزو موضوعاتو ترڅنګ، د افغانستان او ترکيې د سياسي او اقتصادي اړيکو د پراخېدو په اړه خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، مولوي اميرخان متقي د افغانستان او پاکستان د مذاکراتو د کوربه‌توب په برخه کې د ترکيې له هر اړخيزو هڅو مننه او ستاینه کړې ده.

دغه‌راز، د ترکیې د سفارت شارژدافیر جينک اونال چې افغانستان کې یې ماموريت پای ته رسېدلی، د بهرنیو چارو وزارت او د اسلامي امارت له چارواکو سره د هر اړخيز ملاتړ او همکارۍ پر شتون خوښي څرګنده کړې ده.

نوموړي زياته کړې: «خوښ يم چې افغانستان کې مې خپل ماموريت د دواړو هېوادونو د هر اړخيزو اړيکو د پراختيا لپاره په ښه توګه ترسره کړی دی.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.