محمودراقي (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د کاپیسا د کوهستان په دویمه حصه ولسوالۍ کې په یوه کور کې د اورلګېدنې له امله یوه کس ژوند بایللی او سلګونه زره افغانۍ زیان اوښتی دی.
د کاپیسا امنیه قوماندانۍ وايي چې یاده پېښه پرون ماښام (جمعه) شاوخوا ۶:۳۰ بجې د دغه ولایت د کوهستان دویمې حصې ولسوالۍ په «کالوته» کلي کې شوې ده.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژواک خبري اژانس ته وویل، سره له دې چې د اورلګېدنې د مهارولو لپاره د اطفایې ټیمونو په چټکۍ اقدام وکړ خو بیا هم د اور د شدت له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۳۵۰ زره افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.
فایز څرګنده کړه چې اور وژونکي ټیمونه له پر له پسې هڅو وروسته وتوانېدل څو شاوخوا کورونو ته د اور د پراخېدو مخنیوی وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP