ژبه

کاپیسا کې د اورلګېدنې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

<p style="text-align: justify;">محمودراقي (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د کاپیسا د کوهستان په دویمه حصه ولسوالۍ کې په یوه کور کې د اورلګېدنې له امله یوه کس ژوند بایللی او سلګونه زره افغانۍ زیان اوښتی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">د کاپیسا امنیه قوماندانۍ وايي چې یاده پېښه پرون ماښام (جمعه) شاوخوا ۶:۳۰ بجې د دغه ولایت د کوهستان دویمې حصې ولسوالۍ په «کالوته» کلي کې شوې ده.</p>

<p style="text-align: justify;">د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژواک خبري اژانس ته وویل، سره له دې چې د اورلګېدنې د مهارولو لپاره د اطفایې ټیمونو په چټکۍ اقدام وکړ خو بیا هم د اور د شدت له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۳۵۰ زره افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">فایز څرګنده کړه چې اور وژونکي ټیمونه له پر له پسې هڅو وروسته وتوانېدل څو شاوخوا کورونو ته د اور د پراخېدو مخنیوی وکړي.</p>

ورته موضوع