کابل (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د اسیا او اروپا لپاره د ډنمارک د سره صلیب ساحوي مسوولې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې ډنمارک د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی او په پام کې لري چې د افغاني سرې میاشتې له لارې افغانانو ته لا ډېرې مرستې وړاندې کړي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ټولنې عمومي رییس شهابالدین دلاور د اسیا او اروپا لپاره د ډنمارک سره صلیب له ساحوي مسوولې مېرمن جوهانا او په افغانستان کې د دې ادارې له مسوول محمد شمع سره د همکاریو او ګډو بشري خدمتونو په اړه ناسته ترسره کړه.
دلاور ویلي چې د دواړو بنسټونو ګډې هڅې کولای شي په افغانستان کې د بشري مرستو کیفیت او اغېزمنتیا لا نوره پیاوړې کړي. هغه ټینګار کړی چې افغاني سره میاشت له هر هغه ګډ بشري پروګرام څخه هرکلی کوي چې د خلکو د ژوند د ښهوالي لامل کېږي.
بلخوا، د اسیا او اروپا لپاره د ډنمارک سره صلیب ساحوي مسوولې په خپلو خبرو کې ویلي چې د ډنمارک سور صلیب د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی او په پام کې لري چې د افغاني سرې میاشتې له لارې افغانانو ته لا ډېرې مرستې وړاندې کړي او هغوی ته رسېدنه وکړي.
هغې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ ژمنه کړې چې د کونړ زلزلهځپلو لپاره به د ژمي مرستې برابرې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP