کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۴): یو شمېر خلک او روغتیايي متخصصین د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو فعالیت اغېزناک بولي او د ډېرېدو غوښتنه یې کوي خو د عامې روغتیا وزارت وايي، هڅه کوي څو د ثابتو روغتیايي مرکزونو له لارې د خلکو اړتیاوې پوره کړي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان پژواک خبري اژانس ته وویل چې څلور کاله مخکې په هېواد کې څه باندې ۶۰۰ ګرځنده روغتیايي ټیمونو فعالیت درلود او اوس دا شمېر ۴۰۴ ټیمونو ته رسېدلې دی چې په لرو پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
هغه په اړه چې ولې د یادو شوو ټیمونو شمېر کم شوی، وايي: «درې کاله مخکې موږ پرېکړه وکړه چې د ګرځنده ټیمونو پرځای باید ثابت مرکزونه جوړ شي، هغه ټیمونه چې کم شوي، دا په دې معنا نه ده چې کم شوي، بلګې په ثابتو مرکزونو بدل شوي دي.»
د ګرځنده ټیمونو له لارې په لرو پرتو سیمو کې خلکو ته د روغتیایی خدماتو وړاندې کېدل
په خوست ولایت کې د یوه ګرځنده روغتیايي ټیم امر ډاکتر جهادګل واحدي وايي چې د دغو ټیمونو موخه هغو لرو پرتو سیمو ته د روغتیایی خدماتو رسول دي چې روغتیايي مرکزونه یا روغتونونه نه لري.
د هغه د معلوماتو له مخې، په هر ګرځنده روغتیايي ټیم کې یو متخصص ډاکتر، یوه قابله، یو واکسیناتور، یو نیوترېشین یا د تغذیې مسوول او یو موټر چلوونکی شامل دي او دغه ټیمونه خلکو ته ځیني خدمتونه لکه د واکسینو تطبیق، د ناروغانو معاینه او درملنه، د تغذیې، نسایي ولادي خدمات وړاندې کوي.
هغه زیاته کړه چې د هر ګرځنده ټیم د فعالیت ساحې ټاکل شوې او د میاشتني کاري پلان پر بنسټ تنظیم او د روغتیا وزارت له تایید وروسته عملي کېږي.
د هغه په خبره، هره ګرځنده روغتيايي ډله په مياشت کې دوه ځله خپلې ټاکل شوې سيمې ته سفر کوي.
هغه ټینګار وکړ چې د دغو ټیم فعالیتونو په لرو پرتو سیمو کې د خلکو پر روغتیایی وضعیت د پام وړ مثبت اغېز کړی او خلک له دغو خدماتو پراخ هرکلی کوي.
د ډاکتر جهادګل په وینا، په خوست ولایت کې د عامې روغتیا اړوند یوازې یو ګرځنده روغتیايي ټیم فعالیت کوي او د هغو ګرځنده روغتیايي ډلو په اړه معلومات نه لري چې د موسسو له لوري تمویلېږي.
د هغه په وینا، ياد ټيم په تېرو ۷ مياشتو کې په خوست ولايت کې ۱۵۰۰۰ کسانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
په لرو پرتو سیمو کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډېرېدو غوښتنه
د غور ولایت د مرکز د یوه لرې کلي «سادسیه» اوسېدونکې ۳۵ کلنه بسګل، له روغتیايي مرکزونو د دغه کلي لرېوالي خبره کوي او وايي: «د روغتیايي مرکز لرېوالی د ټولو لپاره سخت دی، خو دا د اميندوارو مېرمنو لپاره، په ځانګړي ډول په ژمي او سړه هوا کې ډېر ستونزمن دی، د ماشومانو د واکسینولو لپاره موږ باید دوه ساعته په موټر کې سفر وکړو څو کلینیک ته ورسېږو، له همدې امله ډیری وخت کلینیک ته له تګ څخه ډډه کوو.»
هغه د ګرځنده ټیمونو د فعالیتونو ستاینه وکړه، خو زیاته یې کړه: «له اسلامي امارته زموږ غوښتنه داده چې د ګرځنده ټیمونو فعالیتونه زیات کړي، باید منظم شي او ژر ژر زموږ سیمو ته راشي.»
هغې وويل چې اوسمهال ګرځنده روغتيايي ډله په مياشت کې دوه ځله د دوی سيمې ته ورځي.
د غزني د جغتو ولسوالۍ د «بالاسراب» سیمې اوسېدونکې شریفه احمدي هم ورته غوښتنه لري او وايي: «روغتیايي مرکز زموږ له کوره ډېر لرې دی، ښه ده چې ګرځنده ټیمونه کله کله راځي، اميندواره مېرمنې معاینه کوي او د کمخونۍ درمل ورکوي، پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته د تغذیې مواد ورکوي، په میاشت کې یو یا دوه ځله راځي.»
هغه هم په دغه ولایت کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د زیاتوالي غوښتنه کوي.
په همدې حال کې، د شبرغان ښار د بلالاباد کلي اوسېدونکي نظامالدین وویل چې د دوی کلی د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان له ښاره اووه کیلومتره لرې دی او تر اوسه کوم کلینیک نه لري.
هغه زیاته کړه: «کله کله ګرځنده روغتیايي ټیمونه کلي ته راځي او د خلکو ځینې ستونزې حلوي، خو دا خدمات کافي نه دي.»
هغه له دولت څخه وغوښتل چې د دې کلي لپاره یو روغتیايي مرکز جوړ کړي او د ګرځنده روغتیايي ټیمونو شمېر ډېر کړي څو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړای شي.
خو د نیمروز د مرکز د «محمدعمر کوردو» کلي اوسېدونکی حاجي میرحمزه وايي، په کلي کې یې شاوخوا پنځوس کورنۍ اوسېږي خو هېڅ کلینیک نه لري.
نوموړی وايي، خلک اړ دي چې د کرايي موټرو کې شاوخوا لس کیلومتره لا ووهي او د زرنج ښار ولایتي روغتون ته ځان ورسوي.
هغه زیاتوي: «ګرځنده کلینیک هم نه لرو؛ یوازې کله ناکله واکسیناتور راځي او زموږ ماشومان واکسینوي او بس. غواړو چې زموږ کلي ته د روغتیا په بېلابېلو برخو کې ګرځنده ټیمونه راشي.»
د نیمروز د کنګ ولسوالۍ د محلي شورا رییس مولوي محمدجمعه اسلامیار هم وايي چې مخکې له دې په دغه ولسوالۍ کې ګرځنده روغتیايي ټیمونه فعال وو خو له نږدې پنځو میاشتو راهیسې غیرفعاله دي او خلک اړ دي چې ډېره لاره ووهي څو ځانونه روغتیايي مرکز ته ورسوي.
هغه هم په دې ولسوالۍ کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د بیا فعالېدو غوښتنه وکړه.
روغتیايي متخصصین: ګرځنده روغتیايي ټیمونه په لرو پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونو د لاسرسي مناسبه لار ده
د یورولوژي جراحۍ متخصص او د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی سرمحقق ډاکتر میرویس حقمل وايي چې د هېواد ځینې لرې پرتې سیمې د جغرافییوي او اقتصادي محدودیتونو او د ثابتو روغتیايي مرکزونو د نشتوالي له امله روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسۍ په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. هغه ټینګار کوي چې ګرځنده روغتیايي ټیمونه په دغو سیمو کې د اساسي روغتیايي خدمتونو د رسولو په برخه کې اړین رول لوبوي.
د ده په وینا، دغه ټیمونه هغو سیمو ته چې کلینیک یا روغتون نه لري، خدمتونه رسوي چې د ميندو او ماشومانو د مړینې د کچې په ټیټېدو، د واکسیناسیون د پوښښ په لوړېدو او د پولیو، شري او کولرا په څېر د ساري ناروغیو په مخنیوي کې مهمه ونډه لري.
هغه زیاتوي، ګرځنده ټیمونه د خوارځواکۍ په ارزونه او تشخیص، د ښځو د نسایي او ولادي خدمتونو پر وړاندې کولو، بېړنیو ناروغانو ته د رسېدنې، د عامه پوهاوي لوړولو او د حفظالصحې زدهکړو په برخه کې هم ډېر اړین رول لري.
د ډاکتر حقمل په وینا، په کم نفوسلرونکو او لرو پرتو سیمو کې د ثابتو روغتیايي مرکزونو جوړول ډېر لګښت غواړي او زیاتره وخت عملي نه وي؛ نو ګرځنده روغتیايي ټیمونه د دولت او مرستهکوونکو ادارو لپاره اغېزمن او اقتصادي بدیل ګڼل کېږي.
هغه ټینګار کوي چې په دغو ټیمونو کې د قابلو او ښځینه کارکوونکو شتون ښځو ته د روغتیايي خدمتونو په ترلاسه کولو کې اسانتیا رامنځته کوي او دغهراز، د دې ټیمونو له لارې د روغتیايي معلوماتو راټولول د لا ښه پلان جوړونې زمینه برابروي.
بلخوا، د کابل په وزیر محمد اکبرخان روغتون کې د ارتوپیدۍ متخصص ډاکتر حامد جمال پژواک ته وویل، د ګرځنده ټیمونو خدمتونه یوازې په افغانستان پورې محدود نه دي، بلکې په ډېرو هېوادونو کې په مجهزو وسایطو کې سیار کلینیکونه فعالیت کوي.
هغه ټینګار وکړ چې په ځینو سیمو کې د کلینیکونو او روغتونونو د نشتوالي له امله ګرځنده روغتیايي ټیمونه یوه جدي اړتیا ده. نوموړي وویل: «ډېر مهمه ده چې ګرځنده روغتیايي ټیمونه لرو پرتو سیمو ته لاړ شي؛ ځکه زموږ د تجربو له مخې، خلک د درملنې لپاره شکستهبندانو ته ورځي. د مسلکي ډاکتر په نشتوالي کې دا کار د بدن د غړو د خرابېدو، د لاس او پښې هډوکي د تورېدو او ان د پرې کېدو سبب کېږي. که ګرځنده ټیمونه موجود وي، د دې زیانونو مخنیوی کولای شي.»
نوموړی وايي، د ګرځنده ټیمونو فعالیت باید پراخ شي او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره اړینه ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له نړۍوالو مرستهکوونکو ادارو سره په اړیکه کې شي او د هغوی مرستې جلب کړي.
خو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافتزمان په دې اړه وايي: «ملت ته پیغام مو دا دی چې زموږ ثابت روغتیايي مرکزونه به همداسې خپلو خدماتو ته دوام ورکوي او هڅه کوو چې شته ګرځنده ټیمونه ثابتو مرکزونو ته واړوو څو خلکو ته معیاري خدمات وړاندې کړو او د هغوی اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه وشي.»
هغه زیاتوي چې ګرځنده ټیمونه ډېر لګښت لري او کله چې دغه ټیمونه پر ثابتو مرکزونو بدل شي، نو نه یوازې دا چې د خدمتونو کیفیت به ښه شي، بلکې لګښتونه هم ورسره کمېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP