کابل (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۶۵۰۰ کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی چې له مخې یې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۱۸۸ کورنۍ چې ۶۵۵۳ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
فطرت لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز ورېښمو پله، د کندهار سپینبولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.
هغه دغهراز زیاته کړې، تېره ورځ ۱۲۶۰راستنې شوې کورنۍ چې۸۱۰۲ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۷۸۰ کورنیو سره مرسته شوې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۱۰۰۹ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، وړمه ورځ هم له ایران او پاکستان څخه ۲۶۱ کورنۍ چې ۱۳۳۲ کسان کېږي، په اجباري ډول هېواد ته راستنې شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP