Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوه برېتانوي افسر په افغانستان کې د خپل هېواد د ځواکونو له جنګي جنایتونو پرده پورته کړه
آرشیف

کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو ځینو غړو په افغانستان کې هغه کسان چې د جګړې عمر ته رسېدلي وو، ان تر دې چې کوم ګواښ به یې هم نه رامنځته کاوه، په نښه کول.

د سکای‌نیوز د راپور له مخې، یوه لوړپوړي برېتانوي افسر د ځانګړو ځواکونو له مشر سره په دې اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې وې خو د دې موضوع د پټولو «قصدي پرېکړه» شوې ده.

یاد افسر چې په ۲۰۱۱ کال کې د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو په مرکز کې د عملیاتو مرستیال و، ویلي چې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د وژل شوو کسانو د غیرطبیعي زیاتوالي له امله شکمن شوی و.

هغه څرګنده کړې چې د «وژل شوو دښمنانو» شمېر د ترلاسه شوو وسلو تر شمېر ډېر زیات و او دغه راپورونه چې «نیول شوو کسانو له نیول کېدو وروسته څو ځلې د وسلې پورته کوله هڅه کوله» د نه منلو وړ ښکارېده.

هغه د څېړنې وکیل ته ویلي: «په څرګند ډول وایم: موږ د جنګي جنایت په اړه خبرې کوو؛ د هدف سیمې ته د نیول شوو کسانو رسول او اعدامول یې، هغه هم د یوې جعلي کیسې په جوړولو سره.»

د هغه په وینا، د ځانګړو ځواکونو مشر ته د راپور ورکولو سربېره د عدلي څېړنې پر ځای یوازې د «عملیاتي تګلارې د بیا کتنې» امر شوی دی.

یاد افسر ویلي چې کلونه یې وجدان ناارامه و او په ۲۰۱۵ کال کې یې په رسمي ډول د خپلو اندېښنو راپور ورکړی دی. هغه ټینګار کړی چې مسئله «یوازې په یوه کوچني واحد پورې محدود نه وه» او په احتمالي ډول د ځانګړو ځواکونو ترمنځ په پراخه کچه موجوده وه.

نوموړي زیاته کړې: «سخت اندېښمن وم چې بې‌ګناه کسان، حتا ماشومان په غیرقانوني توګه وژل شوي دي.»

سکای‌نیوز په ۲۰۲۳ کال کې هم د یوې څېړنې پر بنسټ راپور ورکړی و، داسې شواهد ترلاسه شوي چې د دې څرګندونه کوي چې د برېتانیوي ځواکونو له لوري د ۲۰۱۰ – ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ تر ۸۰ ملکي وکړي «په مشکوکو شرایطو» کې وژل شوي وو.

هماغه مهال د افغان کورنیو وکیلانو چې ویل یې عزیزان یې د برېتانیا پوځ په غیرقانوني توګه وژلي، په هغو څېړنو کې چې د جنګي جنایتونو څېړلو لپاره ترسره شوې وې، د لا ډېرې روڼتیا غوښتنه کړې وه.

د بی‌بي‌سي د راپور له مخې، د برېتانیا ځانګړي ځواکونه له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې په افغانستان کې په مشکوکو شرایطو کې د ملکي کسانو پر وژلو تورن دي.

بی‌بی‌سي په ۲۰۲۲ کال کې افشا کړې وه چې د برېتانیا د ځواکونو یوه ځانګړي واحد د شپږو میاشتو ماموریت کې ۵۴ کسان په غیرقانوني توګه وژلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو چې اسلامي امارت هغو افغانانو ته د غرامت د ورکړې غوښتنه کوي چې «د اشغال پر مهال له ظلم او جنایت» سره مخ شوي دي.

نوموړي ویلي وو چې دغه جنګي جنایتونه په افغانستان کې پلان شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.