کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې د پاکې انرژۍ او د برېښنايي تجهیزاتو د تولید برخو کې د ګډې همکارۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.
د برېښنا شرکت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه شرکت عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ایران له سفیر عليرضا بېګدلي سره ولیدل.
خبرپاڼه ویل شوي چې په دې ناسته کې دواړو خواوو د نوېکېدونکي او پاکې انرژۍ سرچینو د پراختیا او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ پر زیاتېدو خبرې وشوې.
سرچینې لیکلي چې په دې لیدنه کې عمر د نوېکېدونکي انرژۍ سرچینو د پراختیا او برېښنایي تجهیزاتو د تولید برخه کې د پانګونې پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې په دې برخه کې د پانګونې کچه د مخکې په پرتله ډېره شوې ده.
هغه څرګنده کړې چې د پانګونې ایراني شرکتونه هم کولای شي له دغه فرصته ګټه واخلي او په یادو برخو کې پانګونه وکړي.
د سرچینې په خبره، بېګدلي ویلي چې ایران او افغانستان اوږدمهاله تمدني او فرهنګي اړیکې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې باید همکاري ډېره شي.
هغه دغهراز د تخنیکي انجینرانو لپاره د ویزې صادرولو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په ګډون، په ټولو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP