کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، سږ کال په ننګرهار کې د مالټو حاصلات ۲۲۱۴ مټریک ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله شاوخوا پنځه سلنه زیاتوالی ښيي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا مهال د دغه ولایت په ۱۳ ولسوالیو کوز کونړ، درهنور، ګوشته، رودات، کوټ، بټيکوټ، اچین، غنيخېل، مومندره، سرهرود، خوږیاڼي، نازیان او چپرهار کې پر ۲۱۵،۶ هکتاره ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شوي او تمه ده چې سږ کال به یې حاصل د تېرو کلونو په پرتله ښه وي.
سرچینې دغهراز زیاته کړې، تېر کال د مالټو د کښت ساحه ۲۰۴،۶ هکتاره وه او ۲۱۰۸،۷۵ مټریک ټنه حاصل یې ورکړی و، خو سږ کال د باغونو پراخېدو او د هغو د ښه مدیریت له امله د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده او ۲۲۱۴ مټریک ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله شاوخوا پنځه سلنه زیاتوالی ښيي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت ولسوالیو کې سلګونو بڼوالو ته د کرنیزو وسایلو د مرستې ترڅنګ، د بڼونو د پالنې، سرې کارونې، اوبولګولو او د ناروغیو مخنیوي برخه کې لازمه روزنه ورکړل شوې، څو بڼوال وکولای شي لا معیاري او زیات حاصل ترلاسه کړي.
سرچینې زیاته کړې چې په راتلونکي کال کې به هغو بزګرانو ته چې له بڼوالۍ سره لېوالتیا لري، د ستروسو او نورو مېوو نوي بڼونه هم جوړ شي، څو د کرنې سکټور پیاوړی او د خلکو اقتصادي وضعیت لا ښه شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، ننګرهار د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې د مناسبې هوا، حاصلخیزې ځمکې او کافي اوبو له امله د ستروسو ونو لپاره مناسبه سیمه ده او مالټه، ليمو او نورې مېوې نه یوازې د کورني بازار اړتیاوې پوره کوي، بلکې د صادراتو له پلوه هم ارزښت لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP