Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د اوبو رسولو دوه شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د دغه ولایت په ناوه او ګیلان ولسوالیو کې د څه باندې شل میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو دوه شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمدقاسم امیني پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه شبکې د ناوې ولسوالۍ د سکندرخېل او روړي کليو او د ګیلان ولسوالۍ د حسن سیمې لپاره د یونیسف په څه باندې شل میلیونه افغانیو مالي ملاتړ جوړې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، یادې شبکې هره یوه د ۲۰ ـ ۲۰ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او د هرې شبکې لپاره ۱۳۰ متره ژورې څاګانې کیندل شوې دي او دغه‌راز د دواړو شبکو لپاره ټولټال ۲۵،۵۰۰ متره پایپ لاین غځول شوی او شاوخوا ۳۵۰ شیردهنونه ورته نصب شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي د دغو شبکو له جوړېدو خوښ دي.

د ګیلان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، عبدالشکور پژواک ته وویل چې مخکې یې پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود او کلیوال اړ وو چې په ډېرو ستونزو له لرو سیمو اوبه راوړي.

هغه وویل، اوس د دغو شبکو په جوړېدو سره د څښاک اوبو د کمښت ستونزه حل شوې ده.

مسوولین وايي، هڅه کوي چې د غزني ولایت په نورو لرو پرتو سیمو کې هم ورته شبکې جوړې کړي.

د یادونې ده، څو ورځې مخکې هم د غزني ولایت په ګیرو، واغظ، ګیلان او مقر ولسوالیو د څښاک اوبو رسولو څلور شبکې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.