کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۴۸۰۰ کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی چې له مخې یې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۰۵۳ کورنۍ چې ۴۸۳۴ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
فطرت لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز ورېښمو پله، د کندهار سپینبولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.
هغه دغهراز زیاته کړې، تېره ورځ ۱۱۶۰ راستنې شوې کورنۍ چې ۶۵۶۶ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۷۸۵ کورنیو سره مرسته شوې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۸۲۷ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، وړمه ورځ هم له ایران او پاکستان څخه ۱۱۸۸ کورنۍ چې ۶۵۵۳ کسان کېږي، په اجباري ډول هېواد ته راستنې شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP