کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۴): د ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې یونیم میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې منظور کړې، د یوې پروژې قرارداد یې فسخه کړی، ۱۵ پروژې یې تعدیل کړې او د دوو پروژو د ارزونې غوښتنه یې کړې ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ نن د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
سرچینې لیکلي، غونډې ته ۳۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې له هر اړخیز بحث وروسته د یو میلیارد او ۵۳۸ میلیون افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې منظور شوې او په ۱۵ پروژو کې بیا یو لړ تعدیلونه راغلل.
خبرپاڼې له مخې، همدارنګه د یوې پروژې قرارداد فسخه شو، یوه اعاده او د دوو پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دنده وسپارل شوه چې د پروژو هر اړخیزه ارزونه وکړي او پایلې یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، د په منظور شوو پروژو کې د تخار د درقد ولسوالۍ د یتیمتپې د تحکیماتو نهم لاټ، د غور د هوایي ډګر د ځغاستلیکې ترمیم، د کابل نړۍوال هوایي ډګر د حفظ او مراقبت قراردادونو ورکړه، د بغلان د دهنه غوري څه باندې ۱۷ کیلومتره سړک جوړول، د پکتیکا د زرګرانو ـ ګردېز ښار سړک جوړول، د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت ته د معدني وسایلو پېرل، د افغان تور امارتي شرکت ته د اړتیا وړ موټرو پېرل، د غزني له قرباغ او مقر څخه ترشاهجوی پورې د سب سټېشنونو جوړول او نصب، د کابل موسهي ولسوالۍ د برق رسونې، ساختماني مواد، نصب او مونتاژ یې او د دغه ولایت د باریکاب د ۲۲۰ کیلوولټه سبسټېشن د سروې، ډیزاین او ټیسټ د ورکړې قراردادونه شامل دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP