کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان ستره محکمه وایي چې نن د خوست ښار ورزشي لوبغالي کې پر یوه قاتل د قصاص حکم تطبیق شو او پر دوو نورو کسانو د قصاص د حکم تطبیق د مقتولینو د ځینو وارثینو د نه حضور له امله ځنډېدلی دی.
د افغانستان سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي: «نن د خوست ولایت د مرکز ورزشي لوبغالي کې پر یوه قاتل د الله (جلجلاله) حکم (قصاص) تطبيق شو. دغه قاتل يو کس د کلاشینکوف په ډزو په قتل رسولی و.»
خبرپاڼه کې راغلي: «د قاتل نوم منګل، د طلاخان زوی، د رحمتخان لمسی، د پکتیا د سیدکرم ولسوالۍ د سجنک سیمې اصلي او د خوست د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ د کوزې ابوخانې سیمې فعلي اوسېدونکی و، د مقتول عبدالرحمن د ظابط زوی، د علي خان لمسي د خوست ولایت د عليشېرو او تریزیو ولسوالۍ د کوزې ابوخانې سیمې اصلي او فعلي اوسېدونکي د عمدي قتل په پېښه کې نيول شوی و.»
سرچینه وایي چې یاده موضوع د اسلامي امارت د سترې محکمې اړوند درېګونو محاکمو (ابتدائیه، مرافعه او تمیز) له خوا په خورا دقیق او مکرر ډول وڅېړل شوه چې په پايله کې پرې د قصاص حکم صادر او تایید شو، وروسته دغه حکم د اسلامي امارت د مشر شیخ هبتالله اخندزاده حضور ته د تایید لپاره وړاندې شو.
د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت د مشر له خوا هم د دې موضوع په اړه د وروستي احتیاط په موخه فوقالعاده څېړنه وشوه، د مقتول کورنۍ ته د بښنې او سولې لپاره وړانديز شوی و، د هغوی له نه منلو او انکار وروسته پر قاتل د قصاص شرعي حكم د تطبيق امر ورکړل شو او د دغه حکم د تطبیق لپاره د هېواد سترې محكمې ته هدایت وشو چې دغه د قصاص حکم نن سه شنبه د خوست ولایت د مرکز په ورزشي لوبغالي کې د عام ولس په یوه مجموعه کې تطبیق کړي.
سرچینه زیاتوي چې د قصاص د ترسره کېدو په موخه د هېواد د قاضيالقضات شيخ عبدالحکيم حقاني په هدایت د سترې محکمې د جزا ديوان عمومي رییس مفتي عتیقالله دروېش د يوه پلاوي په ملتیا خوست ولایت ته لېږل شوی و.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې د خوست د مرافعه محکمې ریيس مولوي عینالله خلیل، د خوست والي مولوي عبدالله مختار د نورو حکومتي ادارو ګڼ شمېر مسوولينو او په ډېر شمېر عامو خلکو ګډون کړی و او غونډه د قاتل پر وژنه او په دې اړوند د الله تعالی د ستر حکم قصاص په تطبیق پای ته ورسېده.
ستره محکمه وایي چې د قتل په دې قضیه کې درېګونو محاکمو او د اسلامي امارت د مشرتابه عالي مقام پر دوو نورو مجرمینو هم د قصاص الهي حکم د تطبیق امر کړی خو دا چې د مقتولینو ځیني وارثین له هېواده بهر استوګن او دلته موجود نه دي؛ نو د شرعي احکامو له مخې پر دغو مجرمینو د قصاص الهي حکم تطبیق د مقتولینو د وارثینو تر حاضرېدو معطل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP