کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۴): د یوې ترکي کمپنۍ مسوول د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي اجرائیوی رییس سره په لیدنه کې ویلي چې غواړي په افغانستان کې د برېښنا د تولید برخه کې پانګونې وکړي.
د افغانستان برېښنا شرکت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر د ترکيې هېواد د (MVG) کمپنۍ له مسوول بولنټ بېلګي سره ولیدل او د برېښنا انرژۍ او برېښنايي تجهیزاتو تولید برخو کې یې د شته فرصتونو او رامنځته شوو اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې.
خبرپاڼه کې راغلي، عمر د ترکي (MVG) کمپنۍ مسوول ته د پانګونې اړوند ټولو برخو کې د رامنځته شوو اسانتیاوو په اړه ډاډ ورکړ.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ترکي شرکت مسوولینو ویلي چې غواړي په افغانستان کې د نوېکېدونکې برېښنا انرژۍ او د اوبو برېښنا تولید بندونو اړوند برخو کې پانګونه وکړي.
د افغانستان برېښنا شرکت لیکلي چې تر یوه کال په ډېره موده کې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د برېښنا تولید او پراختیا اړوند برخو کې لسګونو پانګهوالو د میلیونونو افغانیو پانګونې کړې او په دې برخه کې د نورو نړۍوالو او ملي پانګهوالو لېوالتیا هم مخ پر زیاتېدو دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP