Language

د کابینې غونډه کې د بې‌کیفیته تېلو د مخنیوي او کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې شوې

کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۴): د کابینې غونډه کې هېواد ته د بې‌کیفیته تېلو د وارداتو د مخنیوي او راستنېدونکو کډوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې شوې دي.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې اعلامیې پر خپرولو لیکلي چې تېره ورځ د رییس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې لسمه غونډه وشوه.

خبرپاڼه کې راغلي، په غونډه کې هېواد ته د راتلونکو بې‌کیفیته تېلو د مخنیوي اړوند د ټاکلي پلاوي وړاندیزونه وارزول شول او یو لړ پرېکړې وشوې، څو په سمه توګه د دغسې تېلو د وارداتو مخنیوی وشي.

سرچینې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

اعلامیه کې راغلي، په یاده غونډه کې دغه‌راز د راستنېدونکو کډوالو اړوند بحث وشو چې باید اسانتیاوې ورته رامنځته او په ښه توګه تر خپلو سیمو ورسول شي.

Related Topics