Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امر بالمعروف وزیر: په هېواد کې د ناوړه دودونو له منځه وړو ته ژمن یو

کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۴): د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزیر ویلي چې په هېواد کې د ناوړه دودونو له منځه وړو ته ژمن دي او هیچا ته به اجازه ورنکړي څو پر ناوړه او د شریعت خلاف کړنو لاس پورې کړي.

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د دغه وزارت وزیر شیخ محمدخالد الحنفي د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون د لا ښه پلي کېدو، د ناوړه دودونو مخنیوي، د خلکو د ستونزو اورېدو، د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي، همغږۍ او عامه پوهاوي په موخه بلخ ولایت ته سفر کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د امر بالمعروف وزیر د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولایت له ملکي او نظامي مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو، د ګذر له وکیلانو او ګڼ شمېر ځوانانو او زده‌کړیالانو سره وکتل.

شیخ حنفي په دې غونډه کې د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر پر ارزښت خبرې کړې او ویلي یې دي: «د اسلامي شريعت پر سر له چا سره معامله نه کوو او خپلې چارې ټولې له خپل شرعي قانون سره سمې مخې ته وړو.»

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزیر زیاته کړې چې په تېرو کلونو کې د ناوړه دودونه له امله د ټولنې ډېری وګړي، په ځانګړې توګه «خویندې» له خپلو حقونو بې‌برخې وې.

ده ټینګار کړی چې د امر بالمعروف وزارت په ټولنه کې د ناوړه دودونو د له منځه وړلو ته ژمن دی او هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي څو پر ناوړه او د شریعت خلاف کړنو لاس پورې کړي.

هغه دغه‌راز د خپلو خبرو په دوام له محتسبینو غوښتي څو په خپلو دعوتي او اصلاحي چارو کې له نرمښت او غوره چلنده کار واخلي او: «که چېرته مسؤولین منکرات ترسره کوي، له هغوی سره نرمي نه ده په کار، باید تېروتنو ته یې پام ور واړوو.»

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزیر له ځایي مسوولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو غوښتي چې د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون پلي کولو او تر نورو رسولو کې له یاد وزارت سره مرسته وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.