چاریکار (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وایي چې د پروان د کوهصافي د ۲۰ کیلومتره سړک رغولو او د بګرام له دوه لارې تر جبلالسراج ولسوالۍ پورې د غځېدلي سړک د پاتې چارو بشپړولو پروژو تړونونه لاسلیک شول.
د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ا.ا رغنیزو او بنسټیزو پروګرامونو په دوام، د ټولګټو وزارت د سړک جوړونې له شرکتونو سره لاندې دوه مهم قراردادونه لاسلیک کړي دي.
هغه لیکلي، لومړۍ د پروان د کوهصافي د ۲۰ کیلومتره سړک رغونې پروژه ده چې د څه باندې ۶۴۱ میلیون افغانیو په لګښت پلې کېږي.
دی وایي چې دویمه پروژه د بګرام له دوه لارې تر جبلالسراج ولسوالۍ پورې د غځېدلي سړک د پاتې کارونو بشپړولو ده چې څه باندې ۳۴۲ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي.
حقشناس لیکلي چې د یادو پروژو عملي چارې به ډېر ژر پیل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP