کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۴): د مالیې وزارت وایي چې په تېره لړم میاشت کې د هېواد له ځینو ګمرکونو ۱۶ ټانګره بېکیفیته نفتي توکي بېرته ګرځول شوي دي.
د مالیې وزارت خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت د نفتي توکو د کیفیت او څارني ریاست چي د ټاکل شوو معیارونو له مخي هېواد ته د را واردېدونکو نفتي توکو کیفیت معلوموي، د روان ۱۴۰۴ کال د لړم په میاشت کې یې د هېواد له یو شمېر ګمرکونو ۱۶ ټانکره وارد شوي بېکیفیته نفتي توکي بېرته مسترد کړي دي.
سرچینې زیاته کړې چې د یادو تېلو ټولیز وزن ۴۸۰ ټنه و.
خبرپاڼه کې راغلي، دغه نفتي توکي درې ټانکره ډېزل، څلور ټانکره اوبلن ګاز او یو ټانکر روغنیات د نیمروز، څلور ټانکره ډېزل د حیرتان او څلور ټانکره پټرول د شېرخان له بندرونو مسترد شوي دي.
د یادوني ده، د مالیې وزارت له لوري هېواد ته د راواردېدونکو نفتي توکو د کیفیت معلومولو په موخه په اړوندو ګمرکونو کي مسلکي او تخنیکي ټیمونه ټاکل شوي، معیاري لابراتوارونه جوړ شوي چې د تشخیص له پرمختللو دستګاوو پهکې کار اخیستل کېږي؛ څو هېواد ته د لوړ کیفیت او معیاري نفتي توکو را واردېدو ته زمینه برابره او د بېکیفته نفتي توکو راواردېدو مخه ونیسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP