Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په مسکو کې د ډونالډ ټرمپ له استازو سره د پوتین پنځه‌ساعته خبرې بې‌پایلې پای ته رسېدلې

کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۴): کرملین وايي، د ولادیمیر پوتین او د امریکا د ولسمشر د دوو لوړپوړو استازو ترمنځ پنځه‌ساعته ناسته د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د احتمالي طرحې په اړه کومې پایلې ته له رسېدو پرته پای ته رسېدلې ده.

رویټرز راپور ورکړی، یاده ناسته تېره شپه په مسکو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي اسټیو ویټکاف او مل پلاوي ترمنځ ترسره شوه او تر نیمې شپې یې دوام درلود.

د پوتین د بهرني سیاست لوړپوړي سلاکار یوري اوشاکوف د ناستې له پای ته رسېدو وروسته خبریالانو ته ویلي چې «تر اوسه کومې مصالحې ته نه یو رسېدلي، ډېر کارونه لا پاتې دي.»

د اوشاکوف په وینا، پوتین یو شمېر امریکایي وړاندیزونو ته منفي غبرګون ښودلی او ویټکاف د خبرو له پای ته وروسته سپینې ماڼۍ ته د راپور وړاندې کولو لپاره په مسکو کې د امریکا سفارت ته تللی دی.

اوشاکوف زیاته کړې چې اوس‌مهال د پوتین او ټرمپ ترمنځ غونډه پلان شوې نه ده، خو خبرې اترې یې «رغنده» بللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو لپاره یې «له لویو فرصتونو» یادونه کړې ده.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلینسکي په دوبلین کې ویلي چې د کار پایله د مسکو په خبرو اترو پورې اړه لري؛ خو اندېښمن دی چې ښايي امریکا د سولې بهیر ته خپله لېوالتیا له لاسه ورکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.