کابل (پژواک، ۱۲ قوس ۱۴۰۴): د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د سیمې د ثبات لپاره له افغانستان سره د همکارۍ پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې روسیه به له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته دوام ورکړي.
پیسکوف دغه څرګندونې یوې هندي رسنۍ ته کړې دي.
د ټربیون انډیا (The Tribune India) ورځپاڼې د راپور له مخې، پیسکوف په خپلو خبرو کې ویلي: «موږ له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخوو؛ پوهېږو چې دوی په سیمه کې زموږ شریکان دي او باید د سیمې د ستونزو په اړه له هغوی سره خبرې وکړو، موږ ګډې ګټې لرو او د اړیکو پراخولو ته به ورسره دوام ورکړو.»
هغه ټینګار کړی چې مسکو په سیمه کې د ثبات لپاره له کابل سره همکاري اړینه بولي.
د یادونې ده، روسیې مخکې له دې هم د افغانستان پر وړاندې د لوېدیځو هېوادونو له سیاستونو لکه د بندیزونو پر وضع کولو او د افغانستان د شتمنۍ پر کنګل کېدو نیوکه کړې او هغه یې «تقابلي کړنه» بللې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP