Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې یو شمېر معلولین له حکومت او مرستندویه بنسټونو د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه کوي

کندهار (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۴): د معلولینو له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله په کندهار کې یو شمېر معلولین وايي چې حکومت او مرستندوی بنسټونه دې دوی ته لا ډېره پاملرنه وکړي خو د ځايي مسوولینو په خبره چې په دغه ولایت کې معلولینو ته د حرفوي او نورو زده‌کړو زمینه برابره شوې او هڅه کوي نورې اسانتیاوې هم ورته برابرې کړي.

پرون (د ډسمبر درېیمه) د معلولینو نړۍواله ورځ وه؛ ملګري ملتونه دغه ورځ له ۱۹۹۲ زېږدیز کاله راهیسې معلولینو ته د حکومتونو او ټولنو د پام اړولو په موخه نمانځي.

د کندهار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو امر مولوي ګل‌محمد محمد په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، چې دوی هڅه کړې په کندهار کې د کڼو او نابینایانو لپاره د ښو زده‌کړو ترڅنګ د کار زمینه هم برابره کړي.

د هغه په وینا، دا مهال په کندهار کې د کڼو لپاره ځانګړې لېسه شته چې دا په تېر کې نه وه او لسګونه معلولین په‌کې په زده‌کړو بوخت دي.

هغه زیاته کړه: «موږ اوس تر ډېره ناشنوایان راټول کړي، دلته زده‌کړې کوي او د نابینایانو لپاره هم پلان لرو چې هغوی ته هم د زده‌کړو زمینه برابره کړو. زموږ راتلونکی کال دا پلان هم شته چې دغو نابینایانو او ناشنوایانو ته د خیاطۍ، د موټرو د ترمیم، سولر سیسټم، نلدوانۍ او نورو کسبونو زمینه برابره کړو.»

هغه پر مرستندویه مؤسسو غږ وکړ چې د ټولنې له دغه قشر سره خپلې مرستې او همکارۍ دوامداره وساتي.

د عزیزالله په نوم یو معلول وايي: «ډېر خوشحاله یم چې دلته زده‌کړې کوم، خط لیکلای شم، پخوا مې په اسانۍ خپلې غوښتنې نه‌ شوای بیانولای، خو اوس خپلې غوښتنې په اسانۍ لیکم او هر څوک پرې پوهېږي.»

یو بل زده‌کوونکی احمدالله وایي، خوښ دی چې دلته زده‌کړې کوي، خو دوی ته باید لا ډېر پام وشي، ځکه دوی ته په ټولنه کې د ناتوانه انسانانو په سترګه کتل کېږي.

هغه وویل: «زه څه نه‌ اورم، خو ناتوانه نه یم؛ اوس مې لیکل زده دي او که د کسب زمینه برابره شي، کسب هم زده کولای شم، له موږ سره باید د کار او نورو برخو کې ډېر کومک وشي، څو په راتلونکي کې چا ته محتاجه نه یو.»

د دغه زده‌کوونکو د کورنیو مشران هم وایي، کوم څه چې ناشنوایانو په درې یا څلورو کلونو کې دلته زده کړي، دوی په لسو کلونو کې هم په کور کې نه‌ شوای ور ښودلای.

د اورېدو له نعمته د بې‌برخې ۱۱ کلن رحیم‌الله پلار عزیزالله وایي، زوی به یې په کور کې ډېری وخت داسې پوښتنې ترې کولې چې دی به ورته حیران وو چې څنګه یې ځواب کړي، خو اوس یې دلته ډېر څه زده کړي دي.

هغه وویل: «زما زوی به راته ویل: بابا زه ولې څه نه‌اورم؟ تا ولې زه داسې کړی یم؟ خو ما به ورته ویل چې دا الله پاک داسې کړی یې. اوس چې دا یونیم کال کېږي دلته زده‌کړې کوي، لیکل یې زده کړي، په هر څه پوه شوی او ان روغ ماشوم هم په داسې لنډ وخت کې دومره څه نه شي زده کولای.»

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، په ټول هېواد کې څه باندې ۱۸۳ زره معلولیت‌لرونکي وګړي ورسره ثبت دي او له ټولو سره میاشتنۍ نغدي او نورې مرستې کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.