Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عزیزي: افغانستان کې مو د برېښنا د تولید لپاره د پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت تجهیزات چمتو کړل

کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۴): د عزیزي شرکت مشر وایي، دغه شرکت په پنځو میاشتو کې د څه باندې پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت د شاوخوا پنځه زره ميګاواټه برېښنا د تولید لپاره اړین تخنیکي تجهیزات او ټکنالوجي برابر کړي او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د لس زره ميګاواټه برېښنا د تولید پروژو عملي چارې پیل شي.

د عزیزي شرکت مشر میرویس عزیزي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ۲۰۲۵ کال د اګسټ په دویمه، عزیزي شرکت د افغانستان د حکومت په استازیتوب د اوبو او انرژۍ له وزارت سره د همکارۍ تفاهم‌لیک لاسلیک کړ او له هغه سره سم، د برېښنا د سترې تولیدي پروژې د تطبیق عملي اقدامات سمدستي پیل شول.

ده لیکلي چې په تېرو څو میاشتو کې په داسې حال کې چې تخنیکي ټیمونو د ساحوي څېړنو لپاره د افغانستان بېلابېلو سیمو ته سفرونه وکړل، د عزیزي شرکت تدارکاتي ټیمونو د برېښنا د تولید فابریکو د ماشین‌الاتو او نورو برخو برابرولو په موخه د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته – لکه جرمني، هالنډ، اتریش، د امریکا متحد ایالتونو، چیلي او چین – ته کاري سفرونه وکړل او له ښو پایلو سره بېرته راستانه شول.

هغه زیاتوي، دغه شرکت په تېرو څو میاشتو کې وکولای شول له بېلابېلو سرچینو په تېره د سکرو او لمریزې انرژۍ له لارې د شاوخوا پنځه زره ميګاواټه برېښنا د تولید لپاره د څه باندې پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت اړین تخنیکي تجهیزات او ټکنالوجي برابر کړي.

عزیزي زیاتوي: «د همدغو اقداماتو پر بنسټ به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پروژو د عملي پلې کېدو شاهدان واوسو. همدارنګه، د نورو تولیدي فابریکو د تدارک بهیر به چې پنځه میلیارده ډالر ارزښت لري او تمرکز به یې پر اوبو، طبیعي ګاز او باد وي، د راتلونکي کال په دویمه نیمایي کې دوام ومومي.»

ده له اسلامي امارته مننه کړې چې په دې برخه کې ورسره همکاري کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.