Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او ایران ترمنځ د روغتیا برخه کې د همکاریو پر پراختیا د جلالي ټینګار

کابل (پژواک، ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزیر د ایران د روغتیا وزارت له مرستیال او د خوړو او درملو ادارې له رییس سره لیدنه کې ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د روغتیا، په ځانګړي ډول د درملو، طبي تجهیزاتو او تشخیصیه وسایلو په برخه کې د همکاریو پراختیا اړینه او ګټوره ده.

عامې روغتیا وزارت نن (پنج‌شنبه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي نورجلال جلالي د ایران د روغتیا وزارت له مرستیال او د دغه هېواد د خوړو او درملو ادارې له رییس مهدي پیرصالحی او کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بېکدلي سره لیدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، مولوي نورجلال جلالي د افغانستان او ایران ترمنځ د روغتیا، په ځانګړي ډول د درملو، طبي تجهیزاتو او تشخیصیه وسایلو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګاری کړی او هغه یې اړینه او ګټوره بللي ده.

هغه زیاته کړې چې د درملو د وارداتو او تولید، د دودیز طب د معیاري کولو، د درېیمې مرجع په توګه د درملو د نمونو د دقیقې ارزونې لپاره د ایران له لابراتوارونو د استفادې او د ظرفیت‌لوړونې په برخو کې به له دغه هېواد سره نوي تړونونه هم لاسلیک شي.

پیرصالحی هم ویلي چې ایران له افغانستان سره د روغتیا او درملو په برخو کې د هر اړخیزو همکاریو لپاره چمتو دی او د سفر موخه یې د دواړو هېوادونو د روغتیايي اړیکو پیاوړتیا او پراختیا بللې ده.

هغه زیاته کړې: «هغه درمل چې افغانستان ته صادریږي، هماغه درمل به وي چې په ایران کې دننه کارول کېږي او یوازې صادراتي به نه وي.»

د ده په وینا، ایران چمتو دی چې افغانستان ته د درملو او طبي تجهیزاتو د تولید او صادراتو د زیاتوالي برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

دغه‌راز، د افغانستان د خوړو او درملو ادارې مرستیال مولوي حمدالله زاهد په یاده لیدنه کې ویلي چې په دې وروستیو کې د کورنیو درملو تولید ډېر شوی او له نورو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا پر اساس د درملو په تولید کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

نوموړي څرګنده کړې چې افغانستان به په نږدې راتلونکي کې د لا زیاتو لاسته‌راوړنو او د داسې اړیکو د پراختیا شاهد وي چې له مخې به یې د خلکو روغتیايي اړتیاوې په باکیفیته درملو پوره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.