Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې یو کس د خپلې مېرمنې د قتل په تور نیول شوی

پل‌علم (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۴): د لوګر امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په بره‌کي‌برک ولسوالۍ کې یو کس د خپلې مېرمنې د قتل په تور نیول شوی دی.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل چې پېښه تازه رامنځته شوې او امنیتي ځواکونو د وژل شوې مېرمنې د قتل په تور د هغې خاوند نیولی دی.

د انس په وینا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه نیول شوي کس خپله مېرمن د چاقو په وسیله وژلې ده.

هغه زیاتوي چې نیول شوی کس د امنیتي ارګانونو تر پلټنو لاندې دی او د پېښې په تړاو پوښتنې ګروږنې ترې روانې دي.

امنیتي سرچینې وایي چې د دې قضیې نور جزئیات به د څېړنو له بشپړېدو وروسته له رسنیو سره شریک شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.