کابل (پژواک ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۴): د لغمان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ نور کسان ټپيان شوي دي.
د لغمان د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن غرمه د کابل ـ جلالاباد پر لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند د درونټې تونل ته څېرمه ساحه کې د یوه فیلډر او پراډو موټرو د ټکر له امله شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
امنیه قومانداني وایي چې د پېښې ټپیان یې نږدې روغتیایي مرکز ته لېږدولي او له موټرچلوونکو یې غوښتي چې ترافیکي اصول مراعات کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP