Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاکستان د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره د تورخم او چمن لارې پرانیستې

کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۴): پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې له نږدې دوو میاشتو وروسته دغه هېواد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد پر وړاندې د تورخم او چمن لارې پرانیستې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي له جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي چې یادې لارې د ملګرو ملتونو د مرستو لپاره پرانیستل شوې، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري لا هم بنده ده.

په راپور کې راغلي چې په دغه بهیر کې د اسانتیا لپاره د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ګمرکونو، د اسلام‌اباد د فدرالي عوایدو عمومي ادارې (FBR) او د کراچۍ د ترانزیټ سوداګرۍ عمومي مدیر ته رسمي لیک لېږلی دی.

سرچینې لیکلي چې د یاد لیک له مخې، پاکستان – د بهرنیو چارو له وزارت سره تر همغږۍ وروسته – تصویب کړې چې د یونیسف، د خوړو نړۍوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اړوند کانټینرونه دې په مرحله‌يي ډول او له ځنډ پرته د تورخم او چمن له لارو تېر شي.

پاکستان نږدې دوه میاشتې مخکې وروسته له هغه ټولې سوداګریزې لارې له افغانستان سره وتړلې چې پاکستاني ځواکونو ډیورند کرښې ته نږدې بریدونه وکړل او د افغانستان حریم یې نقض کړ او له هغه وروسته د اسلامي امارت ځواکونو هم غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړل.

وروسته د افغانستان د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د لړم په ۲۱مه له صنعت‌کارانو او سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان پر ځای له بدیلو سوداګریزو لارو ګټه واخلي او که دا کار ونه کړي، د کومې ستونزې رامنځته کېدو په صورت کې اسلامي امارت د هغوی ستونزو ته رسېدنه نه‌کوي.

هغه ویلي وو، دا چې پاکستان په وار وار سوداګریزې لارې تړلې او اوس یې هم تړلې او له سوداګریزو مسایلو یې سیاسي استفاده کړې چې له امله یې د دواړو هېوادونو سوداګر او صنعت‌کاران زیانمن شوي،  اسلامي امارت اړ شو چې دا پرېکړه وکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ترینګلتیاوو وروسته، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ مذاکرات یو ځل په قطر او دوه ځلې په ترکیه کې ترسره شول، خو مثبتو پایلو ته ونه رسېدل.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو چې د پاکستاني پلاوي غیرمسوولانه چلند او نه ‌همکاري د دې لامل شول چې د اسلامي امارت د نېک نیت او د منځګړو هڅو سربېره د ترکیې مذاکرات کومې پایلې ته ونه رسېږي.

تېره اونۍ هم په سعودي عربستان کې د دواړو لورو ترمنځ خبرې وشوې، خو پایلې یې تر اوسه اعلان شوې نه ‌دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.