کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د قطر د «الغرافه» خیریه بنسټ مسوولینو د اقتصاد له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې دغه بنسټ په فراه ولایت کې اړمنو کسانو ته ۱۰۸ کورونه جوړ کړي او د دوو جوماتونو او یوه روغتون جوړولو چارې به هم په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.
د افغانستان د اقتصاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د اقتصاد وزیر قاري دینمحمد حنیف د الغرافه بنسټ له یو شمېر لوړپوړو مسوولینو سره په کتنه کې په افغانستان کې د دغه بنسټ د پرمختیايي او خیریه فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د الغرافه بنسټ مسوولینو د کابل ښار په «خوشحال خان» کې د استوګنیزې پروژې د لومړي فاز د فزیکي پرمختګ او بشپړېدو د پړاوونو په اړه معلومات ورکړي او زیاته کړې یې ده چې د دې پروژې دویم فاز به هم ډېر ژر پیل شي.
سرچینې دغهراز ویلي چې الغرافه بنسټ په فراه ولایت کې د اړمنو لپاره ۱۰۸ کورونه جوړ کړي او د دوو جوماتونو او یوه روغتون د جوړولو چارې هم د بشپړېدو په حال کې دي.
د سرچینې په خبره، د یاد بنسټ مسوولینو د اقتصاد وزیر ته ډاډ ورکړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به خپل فعالیتونه پراخ کړي او د افغانستان اړمنو خلکو ته به په بېلابېلو برخو کې لا ډېرې مرستې برابرې کړي.
سرچینې زیاته کړې چې قاري دینمحمد حنیف د قطر د الغرافه بنسټ د پرمختیايي او خیریه فعالیتونو ستاینه او د یادو پروژو د چارو د چټکتیا او نورو همکاریو غوښتنه یې کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP