کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د اریانا افغان هوايي شرکت وايي چې د یوې نوې چارټر کارګو الوتکې تړون یې ترسره کړی چې په نږدې راتلونکې کې به هېواد ته راورسېږي او ملي سوداګرو ته به د صادراتي او وارداتي توکو په لېږد رالېږد کې چټک او باوري خدمات وړاندې کړي.
د اریانا افغان هوايي شرکت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه شرکت ریيس ملا بختالرحمن شرافت ویلي چې د نوي چارټر کارګو الوتکې تړون ترسره کېدل له ملي سوداګرو سره د دوی د ژمنتیا څرګندونه کوي.
هغه زیاته کړې، اریانا افغان هوايي شرکت غواړي د هېواد د سوداګريز، په ځانګړي ډول د صادراتي بهير د پرمختګ ملاتړ وکړي او د هوايي ترانسپورټ برخه کې لا قوي، باوري او رقابتي خدمات وړاندې کړي.
د یاد شرکت خبرپاڼه کې راغلي چې د دې الوتکې په رارسېدو سره به ملي سوداګرو ته به د سوداګريزو توکو په لېږد رالېږد کې چټک، ارزانه او پراخ خدمات رامنځته شي او د صادراتو په کچه کې به د پام وړ زياتوالی راشي.
سرچينه زیاتوي، دا الوتکه به د ملي سوداګرو د صادراتو او وارداتو د بهیر د چټکتیا، اسانتیا او خوندیتوب لپاره نوې دروازې پرانیزي.
په خبرپاڼه کې يادونه شوې چې دغه ګام نه یوازې ملي سوداګرو ته يو ستر زېری دی، بلکې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي.
د یادونې ده، د روانې لېندۍ مياشتې په لومړيو کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست ویلي وو چې اريانا افغان هوايي شرکت د صادراتي توکو د چټک لېږد په موخه درې چارټر الوتکې پېري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP