Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د میدان‌وردګو د دایمیرداد عمومي لاره د غره ښویېدنې له امله تړل شوې ده

کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د میدان‌وردګو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ریاست وايي چې د دغه ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ عمومي لاره د دې ولسوالۍ مربوطاتو کې د غره ښویېدنې له امله تړل شوې ده.

د میدان‌وردګو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د غرښویېدنې یاده پېښه تېره شپه د دایمیرداد ولسوالی اړوند په لښکري سیمه کې د واورې او باران ورېدو له امله رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه کاږي، د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ریاست هڅه کوي څو له اړوند ارګانونو سره په همغږۍ یاده لاره بېرته ژر پرانیزي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د دغه ولایت په ځینو ولسواليو کې واوره ورېدلې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.