<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د میدانوردګو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ریاست وايي چې د دغه ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ عمومي لاره د دې ولسوالۍ مربوطاتو کې د غره ښویېدنې له امله تړل شوې ده.</p>
<p style="text-align: justify;">د میدانوردګو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د غرښویېدنې یاده پېښه تېره شپه د دایمیرداد ولسوالی اړوند په لښکري سیمه کې د واورې او باران ورېدو له امله رامنځته شوې ده.</p>
<p style="text-align: justify;">خبرپاڼه کاږي، د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ریاست هڅه کوي څو له اړوند ارګانونو سره په همغږۍ یاده لاره بېرته ژر پرانیزي.</p>
<p style="text-align: justify;">په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د دغه ولایت په ځینو ولسواليو کې واوره ورېدلې ده.</p>