کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وايي چې روانه اونۍ د ښځو ۶۳ قضیو ته رسېدنه شوې، پر رواني اختلالاتو اخته ۲۴۸ کسان له پېژندلو وروسته سرې میاشتې ته معرفي شوي او دغهراز د قومي او کورنیو اختلافاتو ۳۲ قضیې حل او فصل شوې دي.
د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت منسوبینو د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د متوازنې او خوندي ټولنې رامنځته کېدو برخه کې د فکري پلان جوړونې او د خلکو او دیني عالمانو پر پراخه همکارۍ د تکیه کولو له لارې اغېزناک او رغنده اقدامات کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ټولنې د رواني روغتیا تامینولو لپاره، د دغه وزارت منسوبینو په کاپیسا او لغمان ولایتونو کې ټولټال پر رواني ستونزو اخته ۲۴۸ کسان پېژندلي او د درملنې پاملرنې په موخه رسماْ د سرې میاشتې ټولنې ریاستونو ته معرفي شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د امر بالمعروف وزارت منسوبنیو په روانه اونۍ کې د ښځو اړوند ۶۳ شرعي قضیو ته رسېدنه کړې چې ۲۵ د ظلم، ۱۱ د میراث له حقه د محرومیت، ۱۲ د اجباري نکاح، ۶ د مهر، ۵ د نفقې نه ورکولو او ۴ د طلاق قضیې پهکې شاملې دي.
سرچینې دغهراز ویلي چې د یاد وزارت منسوبین توانېدلي څو په روانه اونۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دښمنۍ ۱۲ قضیې او د قومونو او کورنیو ترمنځ د ۳۰ لویې او کوچنۍ شخکړې په ښه ډول هوارې کړي.
ورته مهال، دغه وزارت ویلي چې د اسلامي ارزښتونو خلاف اعمالو پر وړاندې د مبارزې او په ټولنه کې د ټولنیز نظم تامینولو لپاره د روانو هڅو په دوام سره په روانه اونۍ کې د هېواد په اوو ولایتونو کې نهه کسان چې د جادوګرۍ اړوند فعالیتونه یې کول، پېژندل شوي او نیول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP