کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۴:) یوې سرچینې پژواک ته وویل، تېره شپه د کندهار پر سپینبولدک ولسوالۍ د پاکستان پوځي رژیم په برید کې – چې اسلامي امارت یې هم غبرګون ته اړ کړـ څلور ملکي وګړي شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي.
پاکستان دغه برید تېر ماښام وکړ او د شپې تر شاوخوا یوې بجې یې دوام درلود.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، پرون ماښام پاکستاني اړخ یوځل بیا د کندهار په سپینبولدک ولسوالۍ کې د افغانستان په طرف بریدونه پیل کړل چې د اسلامي امارت ځواکونه هم غبرګون ته اړ شول.
هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
یوې باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل: «د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې پر ډیورنډ کرښه تېره شپه د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د نښتې پر مهال د پاکستان له لوري د توغول شوو هاوانونو له امله څلور ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپيان شوي دي.»
هغه وایي، دغه جګړه چې تېره شپه لس بجې د سپین بولدک ـ چمن ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د وېش، مازل ګلۍ او لقمان په سېمو کې پیل شوې وه نږدې څلور ساعته یې دوام وکړ.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، په ټپیانو کې د یوې ښځې او یوه سړي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی چې اوسمهال د کندهار په عینومېنه روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، نښته هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني ملېشو په ناڅاپي ډول پر افغان پوستو لاسي بمونه وغورځول.
د سپینبولدک ولسوالۍ مطبوعاتي مسوول علي محمد حقمل وايي چې جګړه د شپې تر یوې بجې وروسته د دواړو لورو په همغږۍ پای ته ورسېده.
پاکستان نږدې دوه میاشتې مخکې هم د افغانستان حریم نقض کړ او پر ځینو سیمو یې بریدونه وکړل او له هغه وروسته د اسلامي امارت ځواکونو هم غچاخیستونکي بریدونه ترسره کړل.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ترینګلتیاوو وروسته، د کابل او اسلاماباد ترمنځ مذاکرات یو ځل په قطر او دوه ځلې په ترکیه کې ترسره شول خو مثبتو پایلو ته ونه رسېدل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي وو چې د پاکستاني پلاوي غیرمسوولانه چلند او نه همکاري د دې لامل شول چې د اسلامي امارت د نېک نیت او د منځګړو هڅو سربېره د ترکیې مذاکرات کومې پایلې ته ونه رسېږي.
تېره اونۍ هم په سعودي عربستان کې د دواړو لورو ترمنځ خبرې وشوې خو پایلې یې تر اوسه اعلان شوې نه دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP