غزنيښار (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۴): د غزني ولایت یو شمېر کروندګر له پاکستان سره د سوداګرۍ بندېدو په تړاو د اسلامي امارت پرېکړه ستايي خو ټینګار کوي چې کرنیزو محصولاتو ته باید بازارموندنه وشي او د ساتنې په موخه یې سړې خونې جوړې شي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د تېري لړم میاشتې په ۲۱مه، کابل کې له سوداګرو او صنعتکارانو سره په یوه غونډه کې وویل چې د پاکستان له خوا د سوداګریزو لارو تکراري بندښتونه د اندېښنې وړ دي او له سوداګرو یې وغوښتل چې د پاکستان پر ځای له نورو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
نوموړي ټینګار وکړ، پاکستان په ځلونو سوداګریزې لارې بندې کړې او له تجارتي او بشري مسایلو یې سیاسي استفاده کړې، دا کار د دواړو هېوادونو پر سوداګرو او صنعتکارانو منفي اغېز کړی، نو اسلامي امارت اړ شو چې له پاکستان سره را کړه ورکړه بنده کړي.
د غزني یو شمېر کروندګر له دې پرېکړې هرکلی کوي خو وايي چې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او بازارموندنې لپاره باید عملي اقدامات وشي.
د غزني ښار یوه کروندګر مومن پژواک ته وویل: «موږ د حکومت پرېکړه تاییدوو خو اړتیا ده چې د صادراتو لپاره بدیل بازارونه پیدا شي. هر کال زموږ ډېره برخه انګور، مڼې او نور محصولات د بازار نشتوالي له امله زیانمنېږي.»
دغهراز، د خواجه عمري ولسوالۍ یو بڼوال ګل عزیز وویل، که له پاکستان سره سوداګري بندېږي، حکومت باید ایران، چین، منځنۍ آسیا او عربي هېوادونو ته د محصولاتو د صادراتو زمینه برابره کړي او همدارنګه د میوو د ساتنې لپاره دې سړې خونې جوړې کړي.
همدارنګه، یو شمېر نور کروندګر وایي، که څه هم له پاکستان سره د سوداګرۍ بندېدو د مېوو او نورو کرنیزو محصولاتو پر بازارونو څه نا څه اغېز کړی خو ټینګار کوي چې دا اغېز د اندېښنې وړ نه دی؛ د دوی په وینا، که ټول محصولات یې خراب هم شي پروا نه لري؛ ځکه دوی ته د ملي موقف درلودل مهم دي.
دوه بڼوال بورجان او محمدشفیع چې له لوګر څخه یې غزني ته خپلې مېوې د پلور لپاره راوړې وې، له پاکستان سره د اسلامي امارت له لوري د سوداګرۍ بندېدو له پرېکړې هرکلی وکړ.
محمدشفېع پژواک ته وویل: «اوازې دي چې پاکستان غواړي د تورخم دروازه د خپلو کرنیزو محصولاتو لکه مالټو، کیلو، املوکو او نورو د صادرولو لپاره بېرته پرانیزي خو باید اوس د اسلامي امارت له لوري ورته خلاصې نه شي او موږ باید پر خپلو بازارونو تمرکز وکړو، نه د نورو پر بازارونو.»
بلخوا، د اقتصادي چارو پوه او د پوهنتون استاد محمدفاروق پویا له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وویل، پاکستان تل د سوداګرۍ له لارو سياسي ګټه اخيستې، په داسې حال کې چې سوداګري له سیاسته بېله ده.
نوموړي وویل، په اوس کې له پاکستان سره د سوداګرۍ بندېدل د افغانانو لپاره د اندېښنې وړ خبره نده او نه هم تر ډېره پر سوداګرۍ مفني اغېزې لرلای شي؛ ځکه د ده په وینا، د افغانستان لپاره د صادراتو او وارداتو بديلې لارې شتون لري.
هغه زیاته کړه:«کله چې د افغان بزګرانو د ګټې او سوداګرۍ موسم راشي، ګاونډی لارې پرې بندې کړي خو کله چې د دوی د بزګرانو د ګټې موسم راشي، نو بیا په خپل سیاست کې تغیر راولي او لارې خلاصې کړي.»
ده له حکومته غوښتنه وکړه چې د ترانزیټ لپاره دې له نورو هېوادونو سره لاره هواره کړي څو د هېوادوالو لپاره د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوي رامنځته شي.
د غزني د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند قاري زکریا هوتک پژواک ته وویل: «موږ د کروندګرو ستونزې درک کوو، هڅه کوو چې د کرنیزو محصولاتو د خوندیتوب لپاره سړې خونې جوړې کړو او د صادراتو لپاره له بدیلو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړو.»
نوموړي وویل، سږ کال په غزني کې د مرستندیه موسسو په مرسته ۵۰ وړې سړې خونې او دغهراز د خصوصي سکټور په مرسته درې لویې سړې خونې جوړې شوې دي.
ده زیاته کړه، هڅه کوي څو د بڼوالو او بزګرانو ټولي ستونزي حل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP