کابل (پژواک، ۱۵ ليندۍ ۱۴۰۴): تېره شپه پاکستان یو ځل بیا اوربند مات کړ، ملکي وګړو ته یې مرګژوبله واړوله او افغان ځواکونه یې غبرګون ته اړ کړل. تېره اونۍ بیا روسیې له افغانستان سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او متقي وویل، ځینې کړۍ هڅه کوي د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د باور فضا زیانمنه کړي.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- سپینبولدک کې د پاکستان بریدونو کې لسو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
- د افغانستان او پاکستان د ترینګلتیاو په اړه د م.م امنیت شورا د ممکنه پرېکړهلیک صادرېدل.
- کرملین: روسیه له افغانستان سره خپلې اړیکې پیاوړې کوي.
- متقي: ځینې کړۍ هڅه کوي د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د باور فضا زیانمنه کړي.
مرګژوبله:
تېره شپه د کندهار پر سپینبولدک ولسوالۍ د پاکستان پوځي رژیم په برید وکړ او چارواکي وایي چې اسلامي امارت یې هم غبرګون ته اړ کړ.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي چې په یاد برید کې یو تن له افغان ځواکونو او څلور ملکي وګړي شهیدان شوي او پنځه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
دغهراز د راپورونو له مخې، تېره اونۍ جوزجان کې یوې مور چې په رواني ستونزو اخته وه، خپل درې ماشومان وژلي او ځان یې ټپي کړی و او لوګر کې هم یوه کس خپله مېرمن وژلې وه.
د راپورونو له مخې، د اروزګان په چارچینو ولسوالۍ کې بیا د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی و.

وړمه اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله ۲۷ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله
اوښته.
پاکستان یو ځل بیا اوربند مات کړ
پاکستان یو ځل بیا تېر ماښام د کندهار پر سپین بولدک ولسوالۍ برید وکړ چې د شپې تر شاوخوا یوې بجې یې دوام درلود.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې د پاکستان برید د اسلامي امارت ځواکونه هم غبرګون ته اړ کړل.
پاکستان نږدې دوه میاشتې مخکې هم د افغانستان حریم نقض کړ او پر ځینو سیمو یې بریدونه وکړل او له هغه وروسته د اسلامي امارت ځواکونو هم د ډیورند فرضي کرښې په بېلا بېلو سیمو کې غچاخیستونکي بریدونه ترسره کړل.
تر دې وروسته اوربند وشو خو له دې سره سره، پاکستان د روانې لیندۍ میاشتې په څلورمه د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې د یوه ملکي کس کور بمبار کړ چې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان پهکې شهیدان او دغهراز په کونړ او پکتیکا کې هوایي بریدونه وکړل چې پهکې څلور ملکي کسان ټپيان شول.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد تر دغه برید وروسته ویلي و: «د پاکستاني پوځيانو دغه ډول جنایت نه يوازې دا چې کومه لاستهراوړنه نه ده، بلکې يو ځل بيا ثابته شوه چې د غلطو معلوماتو پر اساس اقدام د وضعيت له لا ترينګلتيا او د پاکستان د پوځي رژیم له رسوایۍ او ناکامي پرته بله پايله نه شي لرلای.»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ترینګلتیاوو وروسته، د کابل او اسلاماباد ترمنځ مذاکرات یو ځل په قطر او دوه ځلې په ترکیه کې ترسره شول خو مثبتو پایلو ته ونه رسېدل.
افغان چارواکو ویلي چې د پاکستاني پلاوي غیرمسوولانه چلند او نه همکاري د دې لامل شول چې د اسلامي امارت د نېک نیت او د منځګړو پر هڅو سربېره د ترکیې مذاکرات کومې پایلې ته ونه رسېږي.
تېره اونۍ هم په سعودي عربستان کې د دواړو لورو ترمنځ خبرې وشوې خو پایلې یې تر اوسه اعلان شوې نه دي.
د دغو ترینګلتیاوو په اړه د امنیت شورا پرېکړهلیک
د پاکستان د تېرې شپې له برید مخکې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي وو چې تمه کېږي د امنیت شورا د افغانستان او پاکستان تر منځ د روانو ترینګتیاو په اړه یوه پرېکړهلیک تصویب کړي او له دواړو لورو به وغواړي چې له هر ډول نورو پوځي کړنو ډډه وکړي.
د راپور له مخې، کېدای شي د یادې شورا غړي یوه غیررسمي ناسته وکړي څو د ملګرو ملتونو له چارواکو د دې ترینګلتیاوو او د سيمهییزو پایلو په اړه یې اطلاعات ترلاسه کړي.
مسکو په سیمه کې د ثبات لپاره له کابل سره همکاري اړینه بولي
تېره اونۍ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له «انډیا ټوډې» سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې د افغانستان د وضعیت پر بدلون د اغېز لپاره باید له کابل سره په اړیکه کې و اوسي. هغه وویل، د اړیکو لرل د اړیکو تر نه لرلو غوره دي.
هغه ویلي و چې اسلامي امارت د ټول افغانستان وضعیت کنټرولوي، د داعش په ګډون د «ترهګرو ډلو» پر وړاندې یې ګامونه پورته کړي، د نشهيي توکو کچه یې راټيټه کړې او په فعاله توګه په پولو کې د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه کوي.
دغهراز، د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د سیمې د ثبات لپاره له افغانستان سره د همکارۍ پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې روسیه به له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته دوام ورکړي.
هغه له ټربیون انډیا ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي: «موږ له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخوو؛ پوهېږو چې دوی په سیمه کې زموږ شریکان دي او باید د سیمې د ستونزو په اړه له هغوی سره خبرې وکړو، موږ ګډې ګټې لرو او د اړیکو پراخولو ته به ورسره دوام ورکړو.»
هغه ټینګار کړی چې مسکو په سیمه کې د ثبات لپاره له کابل سره همکاري اړینه بولي.
متقي: ځینې کړۍ هڅه کوي د افغانستان او تاجکستان ترمنځ اړیکې زیانمنې کړي
تېره اونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له خپل تاجکستاني سیال سراجالدین مهرالدین سره په ټيليفوني خبرو کې د تاجکستان په خاوره کې د چینایي وګړو مرګژوبله غندلې او ویلي یې دي چې ځینې کړۍ هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ مثبتې اړیکې زیانمنې کړي.
رویټرز خبري اژانس تېره اونۍ راپور ورکړی و چې په تېرو دوو اونیو کې د افغانستان او تاجکستان پر پوله په دوو بریدونو کې پنځه چینایان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې تاجکستان له افغان حکومت سره د مثبت تعامل پلوی دی او هغه «مغرضې ډلې ردوي» چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابۍ ته لمن وهي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP