کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۴): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۲۹۰۰ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی چې له مخې یې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۵۷۶ کورنۍ چې ۲۹۶۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
فطرت لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې، د کندهار سپینبولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.
هغه دغهراز زیاته کړې، تېره ورځ ۷۱۳ راستنې شوې کورنۍ چې ۳۶۸۵ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۵۱۱ کورنیو سره مرسته شوې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۶۰۴ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې لېندۍ میاشتې په ۱۱مه هم له ایران او پاکستان څخه ۵۵۰۰ کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP