نیلي (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۴): دایکنډي کې د وچکالۍ پر وړاندې د بادام ونو د مقاومت په اړه د پژواک خبري اژانس د راپور له خپرېدو وروسته، اوس د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د بادام نیالګیو اېښودو ته یې مخه کړې ده.
د هغوی په وینا، بادام اوس یوازېنی محصول دی چې د وچکالۍ په دې شرایطو کې د دوی د ژوند اړتیاوې پوره کولای شي او خلک د رسنیو له راپورونو د انګېزې په اخیستو د هغو د اېښودو په اړه اقدام کوي.
پژواک خبري اژانس د روان لمریز کال د لړم په لومړۍ نېټه د «د دایکنډي بادام؛ د دغه ولایت یوازېنی محصول چې د وچکالۍ پر وړاندې یې تر یوه بریده مقاومت کړی» تر عنوان لاندې یو راپور خپور کړ. په دغه راپور کې بڼوالو د اوبو د کمښت پر وړاندې د بادام ونو د مقاومت په اړه خبرې کړې وې او هغه یې د خلکو د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو یوازېنی محصول بللی و.
په دغه راپور کې په دایکنډي کې د کرنې برخې کارپوهانو ویلي وو، پر دې سربېره چې وچکالۍ او طبیعي افتونو د بادامو ونې سختې اغېزمنې کړې، خو بیا هم دغه محصول د بزګرانو لپاره د ژوند چارو پر مخ وړلو یوه هیله ده. بادام د وچکالۍ پر وړاندې له مقاومتلرونکو ونو دي او د ډېرو نورو مېوهلرونکو ونو په پرتله، د اوبو د کمښت پر وړاندې ډېر مقاومت لري، خو د ودې او ښه کیفیتلرونکي تولید لپاره کافي اوبو ته اړتیا لري.
اوس د دایکنډي ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د اوبو د کمښت پر وړاندې د بادام ونو د لوړ مقاومت په اړه د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته یې د بادام د نیالګیو اېښودو ته مخه کړې ده.
د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ یو کروندګر محمداکبر جویا وايي چې سږ کال یې په خپلو ځمکو کې د بادام څه باندې ۳۰۰ نیالګي اېښي دي.
هغه زیاته کړه: «پر فېسبوک مې یو راپور ولید او ولوست، له هغه وروسته مې د بادامو برخې له مسلکي کسانو پوښتنه وکړه، پوه شوم چې زموږ سیمه د وچکالۍ او د اوبو کمښت په شرایطو کې د بادام ونو لپاره ډېره ښه ده. نږدې یوه میاشت مخکې مې له یوې بلې سیمې د بادامو نیالګي واخیستل او کېنول، توکل په خدای، ښايي هڅی مې بېځایه ولاړې نه شي.»
هغه زیاته کړه چې ټولې رسنۍ باید د خلکو د اړتیاوو او حللارو په اړه داسې راپورونه چمتو کړي؛ ځکه رسنۍ له ښه باوره برخمنې دي او خلک پرې عمل کوي.
جویا څرګنده کړه چې سږ کال د میرامور په بېلابېلو سیمو کې خلکو د تېرو کلونو په پرتله په بېساري ډول د بادامو د نیالګیو اېښودو ته مخه کړې ده.
نوموړي په ټینګار سره وویل، د کرنې برخې د فعالو کسانو له لوري د ټولنیزو رسنیو او ويبپاڼو له لارې خلکو ته د کښت او د خپلو کرنیزو محصولاتو د حاصلاتو ډېروالي لارو چارو ور زده کولو، د دوی پر کرنیزو تولیداتو د پام وړ اغېز کړی دی.
د نیلي ښار یوه اوسېدونکي اکرم وویل چې د پژواک د راپور له لوستلو وروسته یې خپل وروڼه وهڅول څو د بادام نیالګي کېږدي.
هغه زیاته کړه: «څه وخت مخکې مې دغه راپور ولوست چې ډېر ښه او مسلکي معلومات پهکې وو، له همدې امله موږ تصمیم ونیو چې د دایکنډي د وچکالۍ او اقلیمي شرایطو سره د مبارزې لپاره د بادام نیالګي کېنوو؛ ځکه چې بادام د کرنې او مالدارۍ له لارې د ژوند چارو پر مخ وړلو لپاره مناسب انتخاب دی.»
هغه وویل: «د روان کال په چنګاښ میاشت کې زموږ په کلي کې د بادامو سلګونه نیالګي کېنول شول او کله چې موږ دغه کار پیل کړ، نور خلک هم وهڅېدل او د بادامو نیالګي یې کېنول.»
دایکنډي د افغانستان یو له مرکزي ولایتونو دی چې په وروستیو کلونو کې د بارانونو له سخت کمښت او د اوبو د سرچینو له وچېدو سره مخ دی. دا په داسې حال کې ده چې د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د دایکنډي څه باندې ۸۰ سلنه اوسېدونکي پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي او دا مهال ډېرې کورنۍ د بادامو د خرڅلا له لاری د ژوند لګښتونه پوره کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP