Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د کندز امنیه قوماندانۍ وایي چې د دغه ولایت د علي‌اباد ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوه ۴۰۴ ماډلمسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله  دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰ نور ټپیان دي.

د کندوز د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن د کندزبغلان پر لویه لار د علي‌آباد ولسوالۍ عمومي دروازې ته څیرمه د یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پېښه کې دوو کسانو ژوند

 له لاسه ورکړی او نږدې ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي د پیښې علت د موټر چلونکي بي احتیاطی ښودل شوې

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.