منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:05 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
Uncategorized

کندز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

· 1 دقیقه لوستل · 493 کتنې

کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د کندز امنیه قوماندانۍ وایي چې د دغه ولایت د علي‌اباد ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوه ۴۰۴ ماډلمسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله  دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰ نور ټپیان دي.

د کندوز د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن د کندز – بغلان پر لویه لار د علي‌آباد ولسوالۍ عمومي دروازې ته څیرمه د یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پېښه کې دوو کسانو ژوند

 له لاسه ورکړی او نږدې ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي د پیښې علت د موټر چلونکي بي احتیاطی ښودل شوې