Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوه افغان سوک‌وهونکي خپل امریکایي سیال ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د سوک‌وهنې یوه افغان لوبغاړي ذکي حکیم‌زاده د «ډبیلوبي‌سي» په نوم یوه سازمان کې خپل امریکایي سیال ته ماته ورکړه.

افغان سوک‌وهونکي ذکي حکیم‌زاده وایي چې د «WBC» د سوک‌وهنې سازمان کې یې خپل امریکایي سیال ته ماتې ورکړې ده.

نوموړی په ۵۵ کیلوګرامه وزن کې له خپل امریکایي سیال سره میدان ته کښته شو او هغه ته یې ماته ورکړه او د دغو سیالیو کمربند یې په خپل نوم کړ.

یاده سیالي پرون د امریکا په واشګټن ډي‌سي کې ترسره شوې ده.

د یادونې ده، حکیم‌زاده له دې مخکې د کیک بوکسینګ برخه کې پنځه سیالۍ ګټلې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.