Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سرې میاشتې رییس د اروپايي ټولنې له استازي سره د بشري مرستو پر پراختیا غږېدلی

کابل (پژواک،۱۶ لېندۍ، ۱۴۰۴): د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو له عمومي رییس سره د بشري مرستو د پراختیا او همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ټولنې عمومي رییس شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور او مرستیال یې حافظ عزیزالرحمن د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو له عمومي رییس اندریاس پاپاکنسټانټینو سره د بشري مرستو د پراختیا او همکاریو پیاوړتیا په اړه ناسته ترسره کړې ده.

سرچینې لیکلي چې په یاده غونډه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس د روغتیایي خدمتونو، راستنو شوو کډوالو سره د مرستو او د مرستونونو له لارې له بې‌سرپرسته کورنیو او یتیمانو سره د شویو خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

دلاور د اروپایي ټولنې له پلاوي څخه وغوښتل چې د ژمي په درشل کې له راستنو شوو او زیانمنو شوو کسانو څخه ملاتړ وکړي او ډاډ یې ورکړ چې د سرې میاشتې ټولنه په دې برخه کې د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو لپاره چمتو ده.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې لیکلي چې وروسته د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو رییس د افغاني سرې میاشتې ټولنې بشري فعالیتونه د خلکو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره مهم وبلل او ډاډ یې ورکړ چې اړمنو کسانو ته به د مرستې د وړاندې کولو په برخه کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.