هرات (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۴): د هرات سیمهییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د پلاستیک د صنعت برخه کې د ۶۵ میلیون ډالرو په پانګونې اته تولیدي شرکتونه فعالیت لري چې هره ورځ نږدې ۱۰۰ ټنه بوجۍ او پلاستیک تولیدوي.
د هرات د ولایت مقام ویاند مفتي محمدیوسف سعیدي وايي چې د دغه ولایت د بوجیو او پلاستیک ورځنی تولید شاوخوا ۱۰۰ ټنو ته رسېږي.
نوموړي زیاته کړه، په دې برخه کې د ۶۵ میلیون ډالرو په پانګونه اته تولیدي شرکتونه فعالیت کوي.
د هرات د ولایت مقام ویاند وویل چې په وروستیو میاشتو کې د هرات کورني تولیدات د پام وړ زیات شوي او د پانګهوالو لپاره د اسانتیاوو برابرول د دغه پرمختګ له اړینو لاملونو څخه دي.
د پلاستیک د یوې تولیدي فابریکې مالک محمدنعیم چمتو وویل، که د ورته بهرنیو محصولاتو واردات محدود شي، د کورني تولید ظرفیت د هېواد اړتیاوې په بشپړه توګه پوره کولای شي.
هغه ټینګار وکړ چې په کورني تولید کې د کیفیت نړۍوال معیارونه په بشپړه توګه رعایتېږي څو کورني محصولات په بازار کې د سیالۍ وړ وي.
د مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ، د پلاستیک د تولید په شرکتونو کې شاوخوا دوه زره کسان کار کوي او د دغو شرکتونو ډېری تولیدات د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په بلخ کې هم د شپږ میلیون ډالرو په پانګونې د پلاستیکي بوجیو او تار د تولید یوې فابریکې فعالیت پیل کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP