Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د یوې اونۍ په ترڅ کې ۱۲۰۰ بې‌اسناده او یو کیلي موټر راټول شوي

کابل (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یې د یوې اونۍ په ترڅ کې ۱۲۰۰ یو کيلي او بې‌ا‌سناده موټر راټول کړي دي.

دغه وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د دغه وزارت د عامه امنیت ریاست پولیسو د کابل د ترافیکو ریاست په همکارۍ په یوه اونۍ کې ۱۲۰۰  بې‌اسناده او یو کیلي موټر درولي او د پولیسو ښارګوټي ته یې انتقال کړي دي.»

د وزارت د معلوماتو له مخې، یادو ځواکونو د کابل د ورودي دروازو او د ښار په بېلابېلو سیمو کې د کابل د ترافیکو له پولیسو سره په ګډه د تلاشۍ مرکزونه جوړ کړي او د بې‌اسناده او یو کیلي موټرو د ګرځېدو مخه نیسي.

دغه وزارت ویلي چې د دغه اقدام موخه په ښار کې د بې‌اسنادو وسایطو د تګ راتګ مخنیوی او د امنیتي ګواښونو کمول دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.