کندهار (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۴): د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د دغه ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې لسګونو بزګرانو ته د کوکنارو بدیل کښت په توګه د مرخېړیو فارمونه جوړ شوي، یو شمېر بزګران هم دغه فارمونه ګټور بولي او له حاصلاتو یې خوښي څرګندوي.
د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ شاوخوا ۳۰ کروندګرو ته د مرخېړیو تخم وېشل شوی چې تر دې دمه یې ښه نتيجه ورکړې ده.
هغه زیاته کړه چې پر دې پروژه شاوخوا ۲۰۰۰۰ ډالر لګښت راغلی، د مرخېړیو یو کیلوګرام ۳۵۰ افغانۍ ارزښت لري او له هر یو کیلوګرام تخم ۱۰ کیلوګرامه مرخېړي حاصل ورکوي.
دی وایي، هدف یې کروندګرو ته د کوکنارو پر ځای ګټور او له اقلیمي شرایطو سره برابر کښتونه وړاندې کول دي.
د حقمل په خبره: «د مرخېړیو د ترویج لپاره یاد فارمونه د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ جوړ شوي، هدف دا دی چې کروندګرو ته د کوکنارو پر ځای له اقلیمي شرایطو سره برابر او ګټور کښتونه وړاندې کړو.»
صبغتالله خادم د مرخېړیو فارلرونکی د مرخېړیو د کرنې اسانتیاوې او ګټې بیانوي او وایي، د دغه کښت مصرف لږ خو حاصل یې زیات دی.
هغه وویل: «که څه هم دغه کښت زموږ لپاره نوی دی، خو د نشهيي توکو ښه بدیل دی، مصرف یې لږ دی خو حاصل یې ډېر دی، د دغه کښت لپاره نه ډېره ځمکه او نه هم ډېرې اوبه اړینې دي او د یوې میاشتې په موده کې حاصل ترلاسه کېږي.»
میرحمزه د مرخېړیو یو بل فارملرونکی دی او د دغه کښت پراختیا ته د خپلو هیلو په اړه وایي: «موږ هڅه کوو چې د کرنې نوې طریقې زده کړو او د مرخېړیو تولید نور هم پراخ کړو، دا کښت زموږ لپاره د کرنې یوه ګټوره بدیله لاره ده.»
د هالنډ کمېټې ځایي مسوول عبدالهادي داودزی وایي، موخه یې دا ده چې کروندګر په لږ لګښت ښه حاصلات ترلاسه کړي، څو اقتصاد یې ښه شي.
ده وویل: «د لومړي ځل لپاره مو د خاکرېز ولسوالۍ ۳۰ کورنیو ته د مرخېړیو تولید لپاره فارمونه جوړ کړي او اړوند ټول کارېدونکي وسایل مو یې ورکړي دي، هدف دا دی چې کورنۍ وکولای شي په خپلواکه توګه د دغه نبات حاصلات تولید کړي او کورني بازار ته یې وړاندې کړي چې اقتصادي وضعیت یې ښه شي.»
د کندهار کروندګرو ته د نشهيي توکو د کرکېلې له بندېدو وروسته، د کرنې ریاست په مشوره نوي کښتونه لکه انجه، زعفران، مرخېړي او د املوک او پستو باغونو جوړول د ګټورو بدیلونو په توګه معرفي شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP