Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوړو زده‌کړو وزیر د ایران د قم ښار د دوو پوهنتونونو له مسوولینو سره پر علمي همکاریو غږېدلی

کابل (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزیر د ایران د قم ښار له دوو پوهنتونونو ليدنه کړې او د دغو پوهنتونونو له مسوولینو سره په ناستو کې یې د دوه اړخیزو علمي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي نداءمحمد ندیم ایران ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دغه هېواد د قم ښار له دوو سترو قُم او جامعة المصطفی نړۍوالو پوهنتونونو او د قم له علمیه حوزې لیدنې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې ندیم د یادو پوهنتونونو له رهبري پلاوي او استادانو سره په ناستو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو علمي همکاریو د زیاتوالي او متقابلو تجربو شریکولو په اړه خبرې کړې دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت لیکلي چې د ایران حکومت او د یادو پوهنتونونو مسوولینو له افغانستان سره په علمي ډګر کې د هر ډول همکارۍ ژمنې وکړې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.