غزنيښار (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۴): په غزني ښار کې د کوڅهډبو سپیانو ډېرېدو په اړه د خلکو له شکایتونو وروسته، ښاروالۍ اوس د دغو سپیانو ټولولو کمپاین پیل کړی دی.
د غزني د ښاروالۍ ویاند عبدالولي جلالزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کمپاین په بېلابېلو پړاوونو کې د تنظیف مدیریت له لوري تطبیقېږي.
هغه زیاته کړه، په لومړۍ مرحله کې به هغه سیمې تر پوښښ لاندې نیول کېږي چې د سپیانو ډېرېدو په تړاو ترې شکایتونه ثبت شوي دي.
د نوموړي په خبره، په وروستیو کې د غزني ښار ګڼ شمېر اوسېدونکو په ښار کې د کوڅهډبو سپیانو ډېرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه چې ښاروالۍ یې پر وړاندې چټک اقدامات وکړل.
جلالزی وايي چې له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې په دغه ښار کې تر شلو ډېر ماشومان او ځوانان سپیانو داړلي دي.
هغه وویل چې د ښار پاک او خوندي ساتل د ټولنې د هر وګړي مسوولیت دی او له ښاریانو یې وغوښتل چې د کوڅهډبو سپیانو د شتون په اړه د تنظیف له مدیریت سره معلومات شریک کړي څو دغه بهیر په چټک او مؤثر ډول عملي شي.
عام خلک د ښاروالۍ د دغه اقدام هرکلی کوي او وایي چې دغه ډول اقدامات د ښاري چاپېریال خوندیتوب لپاره ګټور تمامېږي.
د غزني ښار یوه اوسېدونکي توریالي پژواک ته وویل چې په ښار کې د سپیانو ډېرېدو او د هغو له خوا د خلکو داړلو پېښو دوی اندېښمن کړي وو.
هغه زیاته کړه چې د کوڅهډبو سپیانو ډېرېدو نه یوازې د ماشومانو او ښاریانو په منځ کې وېره رامنځته کړې، بلکې د ناروغیو خپرېدو خطر یې هم زیات کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP