کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزیر د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره په لیدنه کې ویلي چې افغانستان د ثبات او پرمختګ پر لور روان دی. توکوموف هم د پولو د امنیت پیاوړتیا، له مخدره توکو سره د مبارزې او رېلپټلیو جوړولو برخو کې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره لیدلي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې حقاني د قزاقستان د همکاریو له هڅو مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یې ستایلي دي.
سرچينه لیکي، د کورنيو چارو وزیر ویلي، افغانستان د امن، سوداګرۍ او پرمختګ پر لور روان دی او له قزاقستانه د ښه نیت او سیمهییزې همکارۍ تمه لري.
قانع زیاته کړې، په دې لیدنه کې توکوموف د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ، پراخو اړیکو او د رېلپټلۍ په څېر د مهمو اقتصادي پروژو له پلي کېدو ملاتړ څرګند کړی دی.
سرچينې ليکلې، توکوموف همداراز د پولو د امنیت د پیاوړتیا، له مخدره توکو سره مبارزې او د ترکمنستان له لارې د رېلپټلۍ د جوړولو په برخو کې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP