Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایران د افغانستان د لوړو زده‌کړو له وزارت سره هر ډول علمي همکاریو ته چمتووالی ښودلی

کابل (پژواک، ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴): د لوړو زده‌کړو وزارت وايي چې د دغه وزارت وزیر له خپل ایراني سیال سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو ترمنځ د علمي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې او ایراني لوري هم له دغه وزارت سره هر ډول علمي همکاریو ته خپل چمتووالی ښودلی دی.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حافظ ضياءالله هاشمي نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزیر د ایران اسلامي جمهوریت د لوړو زده‌کړو له وزیر سره کتلي دي.

هغه زیاته کړې، د یاد وزارت وزیر شیخ ندامحمد ندیم ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هغه هېواد د لوړو زده‌کړو له وزیر حسین سیمایي صراف سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو علمي همکاریو خبرې کړې دي.

سرچينه زیاتوي، په یاده لیدنه کې د افغانستان او ایران پوهنتونونو ترمنځ د استادانو تبادلې، علمي پراختيا او نورو مهمو مسايلو په اړه بحث شوی او د افغانستان په پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا د نویو رامنځته شوو برنامو او په دیني او عصري زده‌کړو کې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات شریک  شول.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ليکي چې حسین سیمایي صراف د افغانستان او ایران ترمنځ دیني او کلتوري مشترکاتو ته په اشارې پر علمي همکاریو ټینګار کړی او د افغانستان د لوړو زده‌کړو له وزارت سره یې هر ډول علمي همکاریو ته تیاری وښود.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزیر د ایران د قم ښار له دوو پوهنتونونو ليدنه کړې او د دغو پوهنتونونو له مسوولینو سره په ناستو کې یې د دوه اړخیزو علمي همکاریو په اړه خبرې کړې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.