Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

برېتانیا کې دوو افغانانو ته پر یوې نجلۍ د تېري په تړاو د بند سزا واورل شوه

کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۴): په برېتانیا کې له هغو دوو ۱۷ کلنو افغانانو چې پر یوې ۱۵ کلنې نجلۍ پر جنسي تېري تورن دي، یو پر لس کاله او اته مياشتې او بل پر نهه کاله او لس میاشتې بند محکوم شوي دي.

د راپورونو له مخې، د جهانزیب او اسرار په نومونو دغه افغانان تورن دي چې د مې مياشتې په لسمه یې پر یوې ۱۵ کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی دی.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، جهانزېب ته د لسو کلونو او اتو مياشتو او اسرار ته د نهو کلونو او لسو مياشتو سزا اورول شوې او دواړو ته له برېتانیا د ايستل کېدو اسناد هم ورکړل شوي دي.

د راپورونو له مخې، یاد دواړه هلکان به لومړی د تنکيو مجرمینو په يوه اصلاحاتي مرکز کې خپله سزا پیل کړي او وروسته به زندان ته ولېږدول شي.

د سزا اورېدنې پر مهال څارنوال شان ويليمز ویلي، تورن کسان چې هر يو له خپل ژباړن سره حاضر شوي، بې سرپرسته پناغوښتونکي ماشومان دي.

د نجلۍ مور په یوه بيان کې محکمې ته ویلي: «زموږ فعاله، خوشحاله او پر خپل ځان باوري لور، زموږ د سترګو پر وړاندې راولوېده، له داسې سخت خپګان سره مخ شوه چې ډېری وخت فزیکي ناروغه کېږي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.